Episode 3:"Psalm 9"- Pashto Language.3gp - a podcast by Tze-John Liu

from 2020-03-01T03:05:20

:: ::

"Zabur 9" - Pashto.3gp //
د عیسی مسیح په هکله د یوحنا انجیللومړی فصل
د ژوندون کلام

۱په ازل کې کلام ؤ. کلام د خدای سره ؤ او کلام په خپله خدای ؤ، ۲په ازل کې کلام د خدای سره ؤ. ۳خدای ټول شیان د کلام په وسیله پیدا کړل او هېڅ شی بې له کلامه نه دی پیدا شوی. ۴کلام د ژوندون سرچینه وه او دې ژوندون انسانانو ته رڼا راوستلې ده. ۵رڼا په تیاره کې ځلیږي او تیاره هېڅکله هم په هغې باندې نه ده غالبه شوې.۶نو بیا خدای یو سړی راولېږه چې یحیی نومېده، ۷هغه د یو شاهد په توګه راغی چې خلکو ته د دې رڼا په هکله شاهدي ورکړي، ترڅو ټول د دې پیغام په وسیله ایمان راوړي. ۸هغه په خپله رڼا نه وه، بلکې هغه راغی چې د هغې رڼا په هکله شاهدي ورکړي.۹هغه رښتینې رڼا چې په ټولو انسانانو باندې ځلیږي، نړۍ ته راروانه وه. ۱۰کلام په نړۍ کې ؤ او که څه هم نړۍ د هغه په وسیله پیدا شوې وه، خو نړۍ هغه ونه پېژانده. ۱۱هغه خپل وطن ته راغی خو خپلو خلکو هغه قبول نه کړ. ۱۲خو کومو خلکو چې هغه یې قبول کړ او ایمان یې ورباندې راوړ، نو هغوی ته یې دا حق ورکړ چې د خدای اولادونه شي. ۱۳داسې اولادونه چې هغوی نه د عادي زېږېدنې، نه د جسماني خواهشاتو او نه د انساني ارادې له مخې بلکې د خدای د روح په وسیله پیدا شوي وي.۱۴کلام جسم شو او زمونږ په منځ کې اوسېده. مونږ د هغه لویې ولیدله، داسې لویي چې هغه د پلار د یوازېني زوی په توګه تر لاسه کړه او هغه د فضل او رښتینولۍ څخه ډک ؤ. ۱۵یحیی خلکو ته د هغه په هکله شاهدي ورکړې وه. هغه په لوړ اواز وویل: «دا هغه څوک دی چې ما د هغه په هکله ویلي وو چې زما څخه وروسته به راځي، خو هغه زما څخه ډېر لوی دی، ځکه چې زه لا پیدا شوی نه وم چې هغه موجود ؤ.» ۱۶هغه د خپلې زیاتې مهربانۍ له مخې مونږ ټولو ته برکت راکړ، مونږ ته یې د یو برکت پسې بل برکت راکړ. ۱۷ځکه چې شریعت د موسی په وسیله ورکړل شو او مهرباني او رښتینولي د عیسی مسیح په وسیله راغله. ۱۸هېچا هېڅکله خدای نه دی لیدلی، خو د خدای یوازېنی زوی چې پلار ته تر ټولو نژدې دی، خلکو ته وښودل چې خدای څوک دی.

Further episodes of ====(

Further podcasts by Tze-John Liu

Website of Tze-John Liu