Episode 1: [2]."آهنگانجیلپشتو-"آه،خیلیاحمق! - a podcast by Tze-John Liu

from 2020-03-01T03:12:47

:: ::

// [2]."د پښتو انجیل سندره -"ائه گوناهگار ائه بیکار / Pashto Gospel Song - "Ae Gunahgar Ae Beqarar".3gp
دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خطپنځلسم باب
دَ مسيح بيا ژوندے کيدل

۱نو اوس زما ورُوڼو، زَۀ به تاسو ته هغه زيرے دريادوم کُوم چه ما وړاندے درکړے وو، اَؤ تاسو قبول کړے وو اَؤ پرے قائم هم يئ. ۲اَؤ دَ دے زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ، که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وو.۳ما دَ ټولو نه وړُومبے هغه اهمه خبره در ورسوله کُومه چه ما ته رارسيدلے وه چه مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو، ۴اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندے پاڅيدلو. ۵اَؤ هغه پطروس ته ښکاره شو اَؤ دَ هغۀ نه پس هغه دولسو کسانو ته. ۶اَؤ بيا وروڼو ته چه دَ پنځو سوو نه زيات وُو يو ځل ښکاره شو چه په هغوئ کښے زيات کسان تر اوسه ژوندى دى اَؤ ځنے مړۀ دى. ۷بيا يعقُوب ته ښکاره شو اَؤ دَ دے نه پس ټولو رسُولانو ته.۸اَؤ په آخر کښے ما ته ښکاره شو. دا داسے وه لکه چه بے نيټے زيږدلے، ۹اَؤ په رسُولانو کښے له ټولو نه ورکوټے يم تر دے چه دَ رسُول بللو لايق هم نۀ يم ځکه چه ما جماعت په عذاب کړے وو. ۱۰خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم، بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړله بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے. ۱۱بيا دا هيڅ خبره نۀ ده که زَۀ وم که هغوئ، مُونږ دغه زيرے آؤروُو اَؤ په دے تاسو ايمان راوړو.

Further episodes of ====(

Further podcasts by Tze-John Liu

Website of Tze-John Liu