(زابل- -2 (پښتو - a podcast by Tze-John Liu

from 2020-03-01T03:03:59

:: ::

(زابور- 40 (پشتو / Zabur(Psalm) 2 (Pashto).3gp //
۱نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ. ۲او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو. ۳ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو، ۴او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو. ۵او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو. ۶بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى. ۷بيا هغه يعقوب ته ښکاره شو او د دې نه پس ټولو رسولانو ته. ۸د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بې‌مودې پېدا شوے يم. ۹زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو. ۱۰خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے. ۱۱نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د

Further episodes of ====(

Further podcasts by Tze-John Liu

Website of Tze-John Liu